انځورانځورگر د سوځول شویو ونو ویر پسې اخیستی دی. د یوه ښاخ په راپاتې سکاره یې د ښار پر یو غټ دېوال یوه مرغۍ انځور کړه. د مرغۍ له سترگو اوښکې بهیږي. انځورگر چې له هغه ځایه پل واخیست، یو چا تر انځور لاندې وکښل: "ښکلی اثر دی خو په کښلو سره یې د ونې وروستۍ نښه هم له منځه لاړه."۱۴۰۰.۱۰.۲۲
+ليکل شوی په ۱۴۰۱/۱۱/۰۱ ساعت 2:2 PM ليکوال صديق الله بدر
|
برچسب:
نویسنده: النا رستمی
تاريخ: شنبه
8 بهمن
1401 ساعت: 18:54